Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

Book Name:Hazrat Salman Farsi Ki Duniya Se Be Raghbati

حرامې ګټې نه حاصل شوے وي، په هغې کښې فرض او نفل يو لـمونځ هم نه قبليږي * رواياتو كښې دي: چا چې په ناسته عِمامه اوتړله يا ئې په ولاړه سَراوِيل (يعني پاجامه يا پرتوګ) واغوستلو نو الله پاك به هغه په داسې مرض کښې اخته کړي چې د هغې علاج نشته * حضرت سَيِّدُنا اِمام بُرهانُ الدِّين زَرنوجــي ليكي: په ناسته عِمامه تړل يا پاجامه يا پرتوګ په ولاړه ولاړه اغوستل د تنګ دستئ اسباب دي * د اغوستلو په وخت کښې د ښي طرف نه شروع کوئ (چې دا سنّت دي) مثلاً چې کُرته [يا قميص] اغوندئ نو مخکښې په ښي لِستونړي کښې ښے لاس داخلوئ بيا ګڅ لاس په ګڅ لِستونړي کښې داخل كړئ  *هم دغسې پاجامه [يا پرتوګ] اغوستلو کښې مخکښې په ښئ پينڅه کښې ښئ ښپه داخلوئ او چې کله (قميص يا پرتوګ) اوباسئ نو د دي برعکس (يعني خِلاف) کوئ، يعني د ګڅ طرف نه شروع کوئ. * سُنَّت دا دي چې د نارينه تهبند يا پاجامه [يا پرتوګ] د ګيټو [يعني پړكو] نه بره وي. * نارينه دِ د نارينؤ او ښځې دِ د ښځو جامې اغوندي، په وړو ماشومانو کښې هم د دې خبرې لحاظ ساتئ * د نارينه د پاره د نامه د لاندې نه واخله د زنګونانو د لاندې پورې ’’عورت‘‘ (يعني پرده) ده، د دې پټول فرض دي. نوم په دې کښې شامِل نه دے او زنګونان پکښې شامِل دي.  *نن صبا بعضې خلق په ښکاره د خلقو په مخکښې جانګے (نيم پتلون) اغوستے ګرځي او په هغې کښې د هغوئي زنګونان او ورَنونه ښکاري دا حرام دي، د داسې خلقو ښکاره زنګونانو او ورنونو ته کتل هم حرام دي. بِالخصوص د لوبو په ميدان، د ورزش کولو ځايونو