Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

كړے دے، دا مو د ځناورو په شان خوراک په خُله باندې راخستلو والا نه، بلكه په لاسونو راخستلو والا جوړ كړے دے او دا مو د عِلم، فَهم [يعنې پوهې]، عقل، تميز [يعنې د ښه او بد په مينځ كښې فرق كولو والا] او د خبرو كولو په صلاحيَّت باندې ښائسته كړے دے.[1]

د الله پاك د معرفت حاصلولو ذريعه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! كه انسان د الله پاك په نورو مخلوقاتو غور اوكړي نو په هغه باندې به د رنړا ورځې په شان واضحه شي چې الله پاك انسان ته د ظاهري شكل و صورت حُسن او د باطني حُسن څومره نعمتونه عطا كړي دي، او په دې څيز كښې چې څومره زيات غور کوي هغه همره زيات به ورته د الله پاك د عظمت او قدرت معرفت حاصليږي، او په دې عظيم نِعمَت به ډير ښه پوهه شي.[2]

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ  وَسَلَّم مُبارَك انداز

    حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ د ډيرې اوچتې مرتبے والا صحابي دے، د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ پنډئ نرئ نرئ وې، يو ځل هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ د مِسواك ماتولو د پاره ونې ته اوختولو ناڅاپه هوا راغله، كپړه ئې اوچته شوه او پنډئ ئې ښكاره شوے، هلته موجودو خلقو چې د هغوئي پنډئ اوليدلې نو اوئې خندل، په دې باندې غمخوار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په هٰغه ذات مې دِ قَسَم وي د چا په قبضه كښې چې زما


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:30، سورۃ التین، زیرآیت:4، جلد:10، صفحہ:755۔

[2]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:30، سورۃ التین، زیرآیت:4، جلد:10، صفحہ:755۔