Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

مُعاشره كښې بے وسه پريښودے شي نو د خلقو دا سلوک د هغوئي په احساسِ كمترئ کښې د اخته کيدو سبب جوړيږي.

د 15 كالو په عمر كښې مې ويښته سپين شوي دي.

     * 8 رَمَضانُ المُبَارك 1440هجري، په عالَمي مدَني مركز فيضانِ مدينه كراچئ كښې د مازديګر د لمَانځه نه پس د مَدَني مُذَاكرے سلسله جاري وه، يو اسلامي ورور فون اوكړو او د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ نه ئې سُوال اوكړو چې: زما عمر 15 كاله دے او زما د سر ويښته سپين شوي دي، چرته چې لاړ شم نو خلق را پورې ټوقې کوي.

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوګورئ! خلق په نورو پورې څنګه څنګه ټوقې كوي، كيدے شي چې هغه اسلامي ورور هُم د خلقو د ټوقو او مسخرو په وجه په احساسِ كمترئ كښې مُبتلا شوے وو، شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ هغه ته داسې نصيحت اوکړو چې: د الله پاك رضا ده، د الله پاك په رضا راضي اوسه، دا خبره زړه ته مه نِيسه ګنې په احساسِ محرومئ كښې به اخته شې او ستا مخكښې ترقي كول به مشكل شي.

چا پورې ټوقې مه كوئ....!

    قربان شم! د اسلام د روښانه تعليماتو نه، چې اسلام د احساسِ كمترئ پيدا كولو والا  دې څيزونو نه د مخكښې نه منع فرمائيلي ده، الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي: