Share this link via
Personality Websites!
ځکه مونږ له پكار دي چې خپل صلاحيتونه اوپيژنو او بيا د خپل ژوند واضحه مقصد مُعَيَّن كړو او د هغې مطابق محنت شروع كړو. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! كاميابي به راته حاصله شي.
خپل صلاحىتونه پيژندونكي يو څو عظيم انسانان
د كروړاؤ حنفيانو اِمام، اِمامِ اعظم، اِمام اَبوحَنِيفه نُعمان بِن ثابِت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئ اِمام دے، تابعي بُزُرګ دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به اوَّل تجارت كولو، يوه ورځ د اِمام شَعبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره مُلاقات اوشو، اِمام شَعبـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې كله د اِمام ابوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذَهانت [عقلمندي، هوښياري] اوليدله نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ئې د علمِ دِين زده كولو او د علمائے كرامو په صُحبت كښې د كښيناستلو مشوره وركړه. بس هُم دا موقع وه چې اِمام ابوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تجارت پريښودو او علمِ دين زده كولو كښې مصروفه شو څه موده پس هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې مقام ته اورسيدلو چې د خپلې زمانے د ټولو نه لوئ مُفتـي، لوئي امام او مُجتَهِد جوړ شو.[1]
اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمِ حديثِ لوئ امام دے، د هغوئي ليكلے شوے د حديثو مشهور كتاب بُخاري شريف د ډيرې اوچتې مرتبے كتاب دے، د اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارك لس كاله وو چې هغوئي ته د خپلو صلاحيتونو اندازه اوشوه. هغوئي محنت كول شروع كړو، لا وړوكے وو چې اويا زره احاديث ئې زباني ياد كړي وو.[2]
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami