Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

دي چې په احساسِ كمترئ كښې د اخته کيدو په ځائے د هغه په شان په شوق و کوشش مسلسل محنت اوكړو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! كاميابي به زمونږه مقدر جوړه شي. ډاكټر اقبال وائي:

یہی  آئینِ  قُدْرت  ہے،  یہی  اُسْلُوبِ  فِطْرَت  ہے             جو  ہے  راہِ  عَمَل  میں  گامزن، محبوبِ  فِطْرت  ہے([1])

   وضاحت: په دې دُنيا كښې د قدرت دا قانون دے چې هغه كس د فطرت خوښ دے، قُدرت هغه ته عطا كوي څوک چې محنت كوي.

په انسان او ځناور كښې فرق

     مونږه که لږ غور اوكړو نو په انسان او ځناور كښې يو غټ فرق دے. ځناور له چې څنګه جوړيدل وي، نو هغه چې څنګه پيدائش شي نو هُم هغسې وي خو انسان له چې څه جوړيدل وي نو هغه هله هغسې جوړ شي چې کله لوئ شي. د مثال په طور اَس چې كله پيدا شي نو هغه اَس وي او چې لوئ شي نو هم اَس وي، چرته تاسو ليدلي دي چې اَس کله غټ شي نو اِنجينئر يا ډاكټر جوړ شوے وي؟ د دې برخلاف انسان ته چې اوګورئ نو انسان له چې څه جوړيدل وي، هغه دې دُنيا ته د راتلو نه پس چې کله لوئ شي نو جوړ شي.

     صرف دوه مرتبے وَهبي دي يعنې دا په محنت نه شي حاصليدے: (1) يو نَبُوَّت (2) دويم وِلايت. دا دواړه مرتبے چې الله پاك چا له اوغواړي عطا كوي او نَبُوَّت خو ختم شوے دے، زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس به د قيامته پورې يو نوے نبـي


 

 



[1]...کلامِ اقبال، بانگ درا، صفحہ:97۔