Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

كړئ او په الله پاك تَوَکُّل ساتئ او پوره محنت اوكړئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! كاميابي به درته نصيب شي او د احساسِ كمترئ نه به درته خلاصے هُم نصيب شي.

     الله پاك دِ مونږه محنتيان، شُكرګزاره او په خپله رضا باندې راضي اوسيدونكي جوړ كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار مدرسةُ المَدينه: د اسلامي ورونړو د پاره

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د قرآنِ كريم سره محبت كولو، د قرآنِ كريم د تلاوت كولو، په قرآنِ مجيد باندې د ځان پوهه كولو، او د عمل كولو جذبه حاصلولو د پاره د عاشَقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ او 12 ديني كارونو كښې د زړه په اِخلاص حِصَّه واخلئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دِين و دُنيا بيشميره بركتونه به حاصل كړئ. ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو ديني كارونو كښې يو د روزانه ديني كار ”مدرسةُ المَدينه(د اسلامي ورونړو د پاره) هم ده.

     اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دعوتِ اسلامي زيرِ اهتمام په جماتونو، سكولونو، كالجونو او ماركيټونو وغيره كښې لګيدونكي مدارسُ المَدينه كښې اسلامي ورونړو ته د تجويد سره د قرآنِ كريم د ناظره تعليم ورکولے كوي. او ورسره ورسره د بنيادي ضروري احكامو او مسائلو او سُنتونو او آدابو تعليم هم ورکولے کيږي.

فيشن پرست د سُنتونو عامِل جوړ شو

      د بلوچستان د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زه د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته كيدو نه مخكښې زه فيشن پرست ووم، نه مې په مخ ګيره وه او نه