Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

احساسِ كمترئ كښې اخته شي. خو كه د هغه نه تپوس اوكړے شي چې وروره! تاسو كله د درس و بيان د پاره محنت كړے دے؟ نو كيدے شي چې په جواب کښې اُووائي چې، نه تياري خو نه کووم. او كه دا تپوس ترينه اوكړے شي چې تاسو هره ورځ ديني كارونو ته څومره وخت وركوئ؟ نو كيدے شي چې د دې هم تَسَلِّـي بخش جواب ميلاؤ نه شي.

    غرض: په احساسِ كمترئ کښې اخته شوي خلق چې څه حاصلول غواړي، په حقيقت كښې هغوئي د هغې د پاره پوره محنت نه كوي او هسې خپله سُستي او ناراستي په احساسِ كمترئ كښې پټوي.

هره كاميابي په محنت حاصليږي

      ياد لرئ! مونږه چې د کومو كاميابو خلقو د کاميابئ په ليدلو په احساسِ كمترئ كښې مبتلا کيږو هغوئي ته كاميابي په تُحفه كښې نه ده وركړے شوې بلکه هغوئي محنت كړے دے. كوم کس چې نن كامياب مُبَلِّغ دے، هغه مخكښې مُبَلِّغ نه وو، هغه چې هم په اوَّل ځل بيان كولو نو ښپے به ئې رپيدلې وي، خو هغه خپل محنت مسلسل جاري اوساتو او آخر كامياب شو او ماهِر مُبَلِّغ جوړ شو. دغه شان هر هغه كس چې مونږ ته كامياب ښكاري، هغه د خپلې كاميابئ د پاره ډير زيات محنت او مشقت کړے وي خو مونږه د هغه محنت او مشقت ته نه ګورو بلکه صرف د هغه كاميابئ ته ګورو، او په احساسِ كمترئ كښې اخته شُو.