Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

هُم نه راځي.

    غرض: د دې دوو مرتبو نه علاوه نورې ټولې مرتبے كَسبي دي. انسان چې کله لوئ شي چې هغه څه جوړيدل غواړي جوړيدے شي، د دې د پاره صرف د دريو څيزونو ضرورت دے: (1) يقين (2) جذبه او (3) محنت

یقیں مُحْکَم، عَمَلِ  پَیْہَم، محبت فاتِحِ عالَم        جہادِ زندگانی میں یہ ہیں مَردوں کی شمشیریں([1])

     وضاحت: يعنې پوخ يقين، مسلسل محنت او رښتينې جذبه، دا درې څيزونه د ژوند په جنګ كښې د تورې كار كوي، چا ته چې دا درې څيزونه حاصل دي هغه به كله هم نه ناكامه کيږي.

په عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې كرم اوشو

    عَلَّامه سَعدُ الدِّین مَسعُود بن عُمَر تَفتَازانی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير اوچت عالِمِ دِين وو، په درسِ نِظامي (يعنې عالِم كورس) كښې د هغوئي ليكلي شوي كتابونه لوستلے كيږي. عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د قاضي شيرازي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه علم حاصلولو او په جماعت كښې به د ټولو نه كم ذِهنه ګنړلے شو. د هغوئي د درجے ملګرو به د كم ذِهنئ په وجه په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پورې خندل، د دې باوُجود عَلَّامه تَفتَازَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هِمَّت اُونه بيلو او خپل محنت ئې جاري اوساتو، په ډير كوشش او محنت سره به ئې سبق يادولو، بيا به ترينه هير شو، بيا به ئې ياد كړو، بيا به ترينه هير شو، دغسې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل محنت جاري ساتلو. يو ځل په سبق يادولو كښې مصروفه وو چې يو ناشنا كس راغے


 

 



[1]...کلامِ اقبال، بانگِ درا، صفحہ:454۔