Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

د حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام د دُنيا نه بےرغبتي

   شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ نور فرمائي: حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام سره يوه پيالئ وه، هغوئي هغه پيالئ هم لرې كړه چې دا هم د دُنيا مال دے، دا مې نه ده پكار، زه به په لاسو اوبه څښم.[1]

      يعنې حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام د نورو خلقو د مال طرف ته هډو كتل نه، او نه ئې پخپله د ځان مالداره جوړيدلو خواهش لرلو، كوم لږ مال (يعنې يوه پياله) چې ورسره وه، هغه ئې هم ځان سره اونه ساتله. دغه شان د نورو ډيرو بُزُرګانِ دينو واقعات دي چې هغوئي به ځان سره څه [مال]  نه ساتلو. که څه [مال] به ورله راغلو هغه به ئې تقسيمولو. پخپله زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپل ځان د پاره د بل وخت د پاره څه [طعام وغيره] نه ساتلو. دغه شان د ډيرو اوليائے كرامو واقعات دي چې يو وخت به ئې اوخوړله او څه خوراك به پاتې شو نو هغه به ئې صدقه كړو، بل وخت د پاره به ئې نه ساتلو اګرچې د بل وخت خوراك ميلاويدلو به څه ظاهري سبب نه وو، د الله دغه نيكو بندګانو به تَوَكُّل كولو، په الله پاك به ئې يقين ساتلو، معلومه شوه چې كه انسان پيروي كوي نو د داسې خلقو دِ اوكړي. كاش چې مونږه هم د هغه نيكو بندګانو د بركتونو نه مالامال شو او مونږ ته هم د الله پاك په بارګاه كښې څه مقام نصيب شې.


 

 



[1]...قُوت القلوب مترجم، جلد:1، صفحہ:22۔