Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

ساه ده، د حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ پنډئ په ميزانِ عمل باندې د اُحُد د غر نه زياتې وزندارې دي.[1]

د الله بندګانو ورونړه ورونړه جوړ شئ....!

    يو ځل يو كس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضر شو، هغه څه حاجت لرلو او [د هغې په باره کښې ئې] د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې عرض كول غوښتل خو چې كله د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وړاندې حاضر شو نو په هغه باندې د نَبُوَّت د جلال رُعب پريوتو او [بدن ئې په] رپيدو شو، د هغه دا حالت ئې چې اوليدلو نو غمخوار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په سکون شه.... زه (د دُنياوي بادشاهانو په شان) ظالِم بادشاه نه يم، زه د قريشو د هغې زنانه ځوئ يم كومه به چې په مكه مكرمه كښې اوسيدله او اوچه غوښه به ئې خوړله. [2]

     اَللهُ اَکْبَر!اے عاشِقانِ رسول! اندازه اوكړئ! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ژبې مُبارَكې نه ئې چې دا خوږې او ښائسته خبرې اوريدلي وي نو د هغه کس زړه به څومره مطمئِن شوے وي او د هغه په زړه کښې به څومره ډير عشقِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيدا شوے وي. سُبْحٰنَ الله! د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشر ورور مولانا حَسَن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ښكلي ليكلي دي:


 

 



[1]...مسند امام احمد، جلد:2، صفحہ:591، حدیث:4072۔

[2]...المواہب اللدنیہ، جلد:2، صفحہ:101۔