Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

د عاليشانه بنګلے اخستلو خواهش

    يو غريب كس په لاره روان وو، د هغه نظر په يوه عاليشانه بنګله پريوتلو، ښكلې او عاليشانه بنګله ئې چې اوليدله نو په زړه كښې ئې شوق پيدا شو چې كاش په څه طريقه زه هم داسې عاليشانه كور جوړولو كښې كامياب شم، بيا هغۀ د هغه عاليشانه بنګلے دروازه اوډبوله. نوكر دروازه بيرته كړه. هغه غريب كس درخواست اوكړو چې زه د دې بنګلے د مالك سره ملاقات كول غواړم. نوکر هغه سړے د بنګلے مالك سره ملاؤ كړو. نو هغه غريب سړي د بنګلے د مالك نه تپوس اوكړو: جناب! زه هم داسې عاليشانه كور جوړول غواړم. د د ې د پاره ما له څه كول پكار دي؟ د بنګلے مالِك ورته په ډيره سادګئ سره جواب وركړو: د ټافيانو يوه ډبه واخله او په فُټ بارئ [يعنې د سړګ په غاړه] كښينه او هغه څرڅول شروع كړه! هغه غريب سړي چې دا جواب واوريدو نو حيران شو چې زه خو د ده نه د عاليشانه بنګلے د جوړولو د  طريقے تپوس كووم او دې ما ته د سړک په غاړه د ټافيانو خرڅولو مشوره راكوي، هغه په حيرانتيا سره اووئيل: جناب! زه ستاسو په مطلب پوهه نه شوم. د بنګلے مالِك اووئيل: ساده شان خبره ده، ته زما د كور په شان كور جوړول غواړې، نو خبره دا ده چې ما هُم د ټافيانو خرڅولو نه شروع کړې وه، زه به په فُټ بارئ [يعنې د سړک په غاړه] ناست ووم او ټافيانې به مې خرڅولې، الله پاك ما ته د خپل محنت ميوه راعطا كړه، تا ته به ئې هم ضرور عطا كړي.

    اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! په عاليشانه بنګله كښې اوسيدونكي دُنياوي طور كامياب انسان يوه اوګږده موده مسلسل محنت او مشقت کړے وو. دغه شان چې مونږه هُم چا ته کتلو باندې په احساسِ كمترئ كښې مبتلا کيږو نو مونږ له هم پكار