Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

دې دُنيا كښې هر څيز د هغه [څيز] د فطري صلاحىتونو مطابق مخ په ترقئ ځي او كمال ته رَسي.

ټولو ته د قابليَّت مطابق اسباب ميلاويږي

      زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کُلّ مُیَسَّرٍ لِمَا خُلِقَ لَہٗ يعنې هر يو [څيز] ته هغه څيز مُيَسَّر دے، د څه د پاره چې هغه پيدا كړے شوے دے.[1]

      يعنې چا ته چې كوم طبيعت عطا كړے شوے دے، چا ته چې فطري طور كوم قابلِيَّت وركړے شوے دے، هغه ته د هغه د قابِلِيَّت مطابق اسباب هُم وركړے شوي دي.[2]

     معلومه شوه چې په دې دُنيا كښې د هر يو قابليَّت او فطري صلاحىتونه جُدا جُدا دي نو هر يو ته اسباب هم جُدا جُدا ورکولے کيږي. نو بيا مونږه ولے نورو ته ګورو او په احساسِ كمترئ كښې مبتلا کيږو چې فلاني ته دا نِعمَت حاصل دے، ما ته ولے نه دے حاصل. وروره، غور اوكړه! د هغه فطرت جُدا دے نو نعمتونه هُم ورته هم جدا ميلاؤ دي، ستا فطرت بل شان دے، تا ته ستا مطابق نعمتونه ميلاؤ دي يا په نورو الفاظو كښې به داسې اُووائيو چې د چا کور په کراچئ کښې دے هغه د کراچئ په ګاډي کښې ناست دے او د چا کور چې په لاهور کښې دے هغه د لاهور په ګاډي کښې ناست دے نو په دې كښې احساسِ كمترئ کښې د مبتلا کيدو څه خبره ده...؟


 

 



[1]...ابوداؤد، کتاب:السنۃ، باب:فی القدر، صفحہ:741، حدیث4709۔

[2]...فیض القدیر، جلد:5، صفحہ:45، حدیث:6358۔