Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

د ” اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ“ وئيلو زبردسته فائده

     د الله پاك په مهربانئ سره اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ هغه ښكلي جمله ده، چې په ژبه وروسته راځي او شونډې ترينه مخكښې مُسكئ كيږي، آؤ جې! د اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ وئيلو تقاضه هُم دا ده چې بنده ئې په مُسکا مُسکا اووائي. شايد چې تاسو به څوك هُم داسې نه وي ليدلے چې په ژړا كښې ئې اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ وئيلي وي، شايد چرته به داسې نه وي شوي چې بنده پريشانه وي او هغه اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ اُووائي. عام طور چې خلق كله هم اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ وائي نو په مُسکا مُسکا ئې وائي، كه مونږه د اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ وئيلو عادت جوړ كړو! نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! نيكئ به هم حاصلې كړو او خوشحاله به هم اوسيږو او كه الله پاك اوغواړي نو د احساسِ كمترئ نه به را ته خلاصے هم نصيب شي.

د ” اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ“ وئيلو فضائل

     * يو ځل د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته اوفرمائيل: ډالونه (يعنې د دُښمن د وار نه د بچ كيدو د پاره استعماليدونكے سامان) را واخلئ! صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! آيا دُښمن حمله كړي ده؟ اوئې فرمائيل: نه (دُښمن حمله نه ده كړي) بلكه د دوزخ په مُقابَله كښې خپل ډالونه را واخلئ او سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـهِ وَ الْـحَـمْـدُ لِلّٰـہِ  وَالـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ لولئ ځكه چې په ورځ د قيامت به مخكښې او وروستونو نه دا كلمات ستاسو حفاظت كوي[1] * زمونږ خوږ


 

 



[1]...مستدرک علی الصحیحین، کتاب:الدعاوالتکبیر، جلد:2، صفحہ:235، حدیث:2029۔