Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

    غور اوكړئ! دا د الله پاك څومره لوئ نِعمَت دے كوم چې مونږ ته بے پيسو ميلاؤ شوے دے، په مونږ كښې دا ډير غټ عيب دے چې مونږه ناپوهه خلق خپلو محرومو ته ګورو خو د الله پاك راكړو شوو نِعمتونو ته نه ګورو.  

د حضرت رابِعَه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهَا د حكمت نه ډك كلام

     حضرت رابِعَه بَصرِيه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهَا مشهوره وَلِيَّه وه، ډيره نيكه او عبادت ګُزاره وه، حضرت مُحَمَّد بِن عَمرو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې د حضرت رابِعَه بصرِيه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهَا د كور ټول ساز و سامان شپږ څيزونه وو: (1) يوه پزَکے (2) يو منګے (3) يوه پيالئ او (4) يو د وړئ پيړه كپړه وه چې په هغې به ئې لمُونځ ادا كولو او هم په هغې به ئې آرام كولو، (5- 6) تقريباً د دوه ګزه اوګږد باڼس يو موګے وو او په هغې به كفن زوَړَند پروت وو.

    يو ځل حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت رابِعَه بصرِيه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهَا غريبي او تنګ دستي اوليدله نو عرض ئې اوكړو: اے اُمِّ عَمرو! زه دا وينم چې ته د دې خبرې قابله ئې چې په تا رحم اوكړے شي، كه ته خپل فلاني ګاونډي له لاړه شئ نو هغه به تا په دې حال باندې نه پريږدي (يعنې هغه به ستا مالي خدمت كول د خپل ځان د پاره سعادت اوګنړي)، په دې باندې حضرت رابِعَه بصرِيه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهَا اوفرمائيل: سُفيان! تاسو زما په حال كښې څه كمے اوليدو؟ آيا زه مسلمانه نه يم....؟ اسلام هغه عِزَّت دے چې د دې سره ذِلَّت نشته، اسلام هغه مالداري ده چې محتاجي ورسره نشته، اسلام هغه مَحَبَّت دے چې د دې سره ويره نشته. په الله پاك مې دِ قَسَم وي! زه د دُنيا حقيقي مالِك (يعنې الله پاك) نه هم دُنيا غوښتلو كښې حيا كووم نو څوک چې د دُنيا مالِك نه دے