Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

هغه د تعظيم سره اعتراف اوكړي، او خپل نفس له د دې عادت ورکړې. دلته يوه ډيره باريكه نُكته دا ده چې بنده كله د الله پاك د نِعمتونو او د هغه د هر قِسمه فضل و كرم او احسان مطالعَه اوكړي نو د هغه په شُكر كښې مشغول شي، دې سره نِعمتونه زياتيږي او د بنده په زړه كښې د الله پاك محبَّت مسلسل زياتيږي، دا مقام ډير اوچت دے او د دې نه اعلٰى مقام دا دے چې د نِعمَت وركوونكي [يعنې د الله] محبت دومره غالِب شي چې په  زړه كښې د نِعمَتونو طرف ته تَوجُّه پاتې نه شي، دا مقام د صِدِّيقينو دے.[1]   

د شُكر فضيلت او د ناشُكرئ غندنه

    د آيت په مُنَاسَبَت د شُكر او ناشُكرئ مُتَعَلِّق حديثِ پاك واورئ: د حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: چا ته چې د شُكر كولو توفيق نصيب شي هغه به د نِعمَت د زيات والي نه نه محرومه کيږي، ځكه چې الله پاك ارشاد فرمائي: لَئِنْ شَکَرْتُمْ لَاَزِیْدَنَّکُمْ  يعنې كه تاسو زما شُكر ادا كړئ نو زه به تاسو ته نور زيات عطا كړم. چا ته چې د توبه كولو توفيق نصيب شي هغه به د توبے د قبوليت نه نه محرومه کيږي ځكه چې د الله پاك ارشاد دے: وَهُوَ الَّذِیْ یَقْبَلُ التَّوْبَۃَ عَنْ عِبَادِهٖ او هم هغه دے چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي.[2]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:13، سورۃ ابراہیم، زیرآیت:7، جلد:5، صفحہ:153۔

[2]...درمنثور، پارہ:13، سورۃ ابراہیم ، زیر آیت:7، جلد:5، صفحہ:9۔