Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

احساسِ کمتري څه ته وائي؟

احساسِ کمتري يو نفساتي مرض (يعنې دِماغي بيماري) ده، په انګريزئ کښې دې ته Infiriority Complex [اِنفيرائيوريټي کمپليکس] وائي د Complex [کمپليکس] معنٰی ده: پټ پراته خيالات او د Infiriority [اِنفيرائيوريټي] معنٰی ده: کم تر، بيکاره. لِـهٰذا د Infiriority Complex [اِنفيرائيوريټي کمپليکس]  معنٰی به جوړيږي: خپل ځان د بيکاره او کمتر ګنړلو والا پټ پراته خيالات.

     احساسِ كمتري په حقيقت كښې يوه موازنه ده. چې كله يو بنده د نورو سره خپل تَقابُل كوي نو د دې دوه صورتونه جوړيږي: (1) يو دا چې بنده خپل صِفَت [ښه والي] ته اوګوري او بل سره خپله مُوازَنه اوكړي چې مثلاً زما سره مال دے، دا بل كس غريب دے، زما سره ګاډے دے، ده سره ګاډے نشته، زما جامے ښې دي د ده جامے ښې نه دي وغيره. د موازنے دا صورت د احساسِ برترئ سبب جوړيږي. (2) دويم صورت دا دے چې بنده خپل کوم كمي، خپلې څه محرومئ ته اوګوري او بل سره خپله مُوازنَه اوكړي چې مثلاً فلانے مالدار دے زه غريب يم، فلانے زما نه زيات ښكلے دے. د موازنے دا صورت د احساسِ كمترئ سبب جوړيږي.

    كه  احساسِ برتري وي او كه احساسِ كمتري، دا دواړه نقصاني دي، ځكه چې احساسِ برتري انسان په تَكَبُّر كښې اخته كوي او احساسِ كمتري انسان د مايوسئ او حَسَد طرف ته بوځي.