Insan Khasary Mein Hai

Book Name:Insan Khasary Mein Hai

خبرو اترو نه مخکښې دے. ([1])

          خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مسلمان سره د مُلاقات په وخت سلام کول سُنَّت دي  * د سلام کولو په وخت دا نيت کول پکار دي چې چاته سلام کووم د هغه مال او عزت هر څه زما په حفاظت کښې دي او زه په دې کښې په هر څيز کښې مداخلت کول حرام ګڼم * په ورځ کښې چې څو ځل هم ميلاويدل وي، يوې کمرې وغيره ته بيا بيا تلل راتلل وي هلته موجودو مسلمانانو ته سلام کول د ثواب کار دے * په سلام کښې مخکښې کيدل [يعنې وړومبے سلام کول] سنت دي * وړومبے سلام کوونکے د تکبر نه بَري [يعني آزاد] دے. * په اول سلام کوونکي باندې 90 رحمتونه او په جواب ورکونکي باندې 10 رحمتونه نازليږي. * اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ  وئيلو سره 10 نيکئ ميلاويږي. چې ورسره وَرَحْمَةُ اللہِ هم اووئيلے شي نو 20 نيکئ به شي. او چې ورسره وَبَرَکَاتُهُ  شامل کړئ نو 30 نيکئ به شي. * دغه شان په جواب کښې د وَعَلَیْکُمُ السَّلَامُ وَرَحْمَةُ اللہِِ وَبَرَکَاتُه  وئيلو سره 30 نيکئ حاصليدے شي *بعضې خلق د سلام سره د جَنَّتُ المَقَام او دوزخُ الحرام ټکي هم زياتوي دا غلطه طريقه ده او دا جمله د لغت په لحاظ سره هم غلطه ده بلکه بعضې بدمسته خلق خو مَعَاذَ الله! په ټوقو کښې تر دې پورې وائي چې ستا بچي زمونږه غلامان. اعلٰی حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فتاوي رضويه جلد 22 صفحه 409 کښې فرمائي: کم از کم اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ او د دې نه بهتر وَرَحْمَةُ اللہ ميلاوهل او د ټولو نه بهتر وَبَرَکَاتُهُ شاملول دي او په دې باندې زياتي څه نشته. سلام کوونکے که اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ اووئي نو جواب ورکوونکے دې وَعَلَیْکُمُ السَّلَامُ وَرَحْمَةُ اللہ اووائي او که چرې سلام کوونکے اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَةُ اللہ اووائي نو جواب ورکوونکے دې وَعَلَیْکُمُ السَّلَامُ


 

 



[1]... ترمذی، کتاب:الاستئذان، باب:ماجاء فی السلام قبل الکلام، صفحہ:635، حدیث:2699۔