Book Name:Behtar Kon
په الله مې دې قسم وي! ما پرله پسې کشتئ لټوله د پاره د دې چې ستا رقم په وخت باندې را اورسووم خو د دې نه وړاندې ما ته کشتئ ميلاؤ نه شوه۔ قرض ورکوونکي د هغه نه پوښتنه اوکړه: آيا تا زما په لور څه څيز راليږلے وو؟ قرضداري جواب ورکړو: زه چې په کومه کشتئ کښې راغلے يم د دې نه مخکښې ما ته کشتئ ميلاؤ نه شوه په کومه کښې چې واپس راغلے وے۔ قرض ورکوونکي اووئيل: بے شکه الله پاک ستا هغه رقم ما ته رارسولے دے کوم چې تا په لرګي کښې ايښودے وو او ما ته دې راليږلے وو، نو هم دا رنګه هغه کَس زر ديناره واخستل او په خوشحالئ واپس لاړے۔ ([1])
(8): بهترين هغه دے کوم چې د خپلې ښځې
او بچو د پاره بهترين وي
د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے: خَیْرُکُمْ خَیْرُکُمْ لِاَہْلِہٖ وَاَنَا خَیْرُکُمْ لِاَھْلِیْ يعنې په تاسو کښې بهترين هغه دے کوم چې د خپل کور والوؤ د پاره بهترين وي او زه د خپل کور والوؤ د پاره ستاسو د ټولو نه ښه يم۔ ([2])
يو مؤمِن دې خپله ښځه خپله دښمنه نه ګڼي
د رسولِ نذير، سِراجِ مُنير، محبوبِ رِبِّ قدير صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک مؤمِن دې خپله مؤمنه ښځه دښمنه نه ګڼي که چرې د هغې د څه عادت نه خفه وي نو د بَل يو عادت نه به رضا شي۔ ([3])