Behtar Kon

Book Name:Behtar Kon

چې د قَلبِ مَحمُوم او د رښتونې ژبې مالکان دي، چې کله د قَلبِ مَحمُوم په باره کښې پوښتنه اوکړے شوه نو سرکارِ نامدار، د مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د دې نه مُراد هغه زړه دے کوم چې د سرکشئ، حسد او نورو ګناهونو نه پاک وي، عرض اوکړے شو: داسې زړه د چا کيدے شي؟ رحمتِ کونين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کوم کَس چې د دنيا نه نفرت او د آخرت سره محبت کوي، بيا عرض اوکړے شو: داسې کَس څوک کيدے شي؟ اوئې فرمائيل: هغه مومن کوم چې د ښه اخلاقو مالک وي۔ ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه چې ښه اخلاق د ډيرو سعادتونو چابي ده لکه څنګه چې په دې حديثِ پاک کښې بيان کړے شو چې ښه اخلاق چرته د ډيرو غټو ګناهونو نه د پاک پاتې کيدو سبب دے هلته ښه اخلاق د دنيا نه د نفرت او د آخرت سره د محبت ذريعه هم ده۔ الله پاک دې مونږ ته رښتونې ژبه او د قَلبِ مَحمُوم په شان نعمت عطا کړي او په خپلو بهترينو بنده ګانو کښې مو دې شامل کړي۔

ناپاکه زړه الله پاک ته د نزدې کيدو جوګه نه دے

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: د هر څيز ګند مختلف وي۔ د زړه ګند دا څيزونه دي په کومو چې زړه خيرنيږي، بيا لکه څنګه چې ناپاکه بدن دې جُمات ته د راتلو جوګه نه دے هم داسې ناپاکه زړه د الله پاک جُمات ته د نزدې کيدو جوګه نه دے، الله پاک فرمائي:


 

 



[1]... شُعَبُ الْاِیْمان ، باب فی حفظ اللسان، جلد:4 ، صفحہ:205 ،  حدیث :4800 ملتقطًا۔