Book Name:Behtar Kon
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه واوريدله نو هغه دا وه: اے خلقو! سلام عام کړئ، (په محتاجو باندې) ډوډئ خورئ او د شپې چې کله خلق اوده وي نو لمونځ ادا کوئ، په سلامتيا سره به جنت ته لاړ شئ۔ ([1])
په نورو د ډوډئ خوړلو ثواب په ګناهونو باندې غالب شو
اے عاشقانِ رَسُول! * په وَږو باندې ډوډئ خوړل * په تَږو باندې اوبه څښل * د غريبانانو پکار راتلل * ډير د ثواب کار دے، په شُعَبُ الاِيمان کښې دي: په تيرو اُمتونو کښې يو عبادت کوونکے وو، هغه تر 60 کالو پورې د الله پاک عبادت اوکړو، بيا يوه زنانه د هغه خوا له راغله نو هغه د هغې خوا ته ښکته راکوز شو او 6 شپې ئې د هغې سره تيرې کړې، کله چې هغه په خپل دې عمل باندې پښيمانه شو نو هغه په منډه جُمات ته راغلے۔ هلته هغه اوليدل چې 3 وَږو کَسانو په جُمات کښې پناه اخستې ده، نو هغه يوه ډوډئ نيمه کړه او نيمه ئې ښي اړخ والا او نيمه ئې ګڅ اړخ والا له ورکړه۔ د دې نه پس الله پاک ملکُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام را اوليږو کوم چې د هغه عبادت ګزار نه روح قبض کړو۔ کله چې د تَلې په يو چابړي کښې د هغه د 60 کالو عبادت کيښودے شو او په دويم چابړي کښې د 6 ورځو ګناه کيښودے شوه نو هغه ګناه په عبادت باندې غالبه [درَنه] شوه خو چې کله پکښې ډوډئ کيښودے شوه نو هغه په دغه ګناهونو باندې غالبه [درَنه] شوه۔ ([2])
ہم نے مانا کہ گناہوں کی نہیں حد لیکن تو ہے اُن کا تو حسن تیری ہے جنت تیری