Behtar Kon

Book Name:Behtar Kon

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: ربِّ کريم چې څه اوفرمائيل:

یُقِیۡمُوۡنَ الصَّلٰوۃَ  (پارہ :1، سورۂ بقرۃ:3)

 ترجَمۀ کنزُ الايمان: لمونځ قائم کړي۔

 يا اوئې فرمائيل:

وَ یُقِیۡمُوۡنَ الصَّلٰوۃَ  (پارہ :1، سورۂ بقرۃ:3)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: او لمونځ قائم کړئ۔

د دې نه مُراد دے لمونځ صحيح ادا کول او د لمونځ په صحيح ادا کولو کښې صف نيغول هم داخِل دي چې د دې نه بغير لمونځ ناقص وي۔ ([1])

شيطان په صفونو کښې ننوځي

نبئِ پاک، صاحبِ لولاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: خپل صفونه نيغ ساتئ، په دې کښې نزدې والے کوئ، خپلې غاړې مخامخ ساتئ، په هغه مې دې قسم وي د چا په قبضه کښې چې زما ځان دے زه شيطان د صفونو په فاصله کښې د چيلئ د بچې په شان ننوتونکے وينم۔ ([2])

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: معني دا شوه چې د لمونځ صفونه نيغ هم ساتئ او په دې کښې يو ځائے اودريږئ چې په خپل مينځ کښې مو اوګې د يو بَل سره ميلاؤ وي۔


 

 



[1]... مراٰۃ المناجیح، جلد:2 ، صفحہ:183۔

[2]... ابو داؤد، کتاب الصلاۃ، باب تسویۃ الصفوف، صفحہ:117 ، حدیث:667۔