Book Name:Behtar Kon
يعنې او خبر اوسئ چې (په خلقو کښې) بعضې هغه دي کومو له چې زر غصه نه ورځي او زر ئې سړيږي او بعضو له زر غصه ورځي او زر ئې سړيږي نو د هغه بدله ده، واورئ! په هغوئي کښې بعضو له زر غصه ورځي او ډير وخت پس سړيږي، واورئ! په دوئي کښې بهتر هغه دي کومو له چې زر غصه نه ورځي او زر سړه شي او بد هغه دي کومو له چې زر غصه ورشي او زر سړه نه شي۔ ([1])
حضرت وَهب بن مُنَبِّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو راهِب به په خپله عبادت خانه کښې په عبادت کښې مصروف وو۔ شيطان د هغه د بې لارې کولو اراده اوکړه خو ناکامه شو، بيا هغه راهِب ته د عبادت خانې د دروازې برسيره کولو د پاره اووئيل خو راهِب بيا هم خاموش پاتې شو نو شيطان هغه ته اووئيل: که چرې زه لاړم نو تۀ به ډير افسوس کوې۔ راهِب بيا هم خاموش پاتې شو، تر دې پورې چې شيطان اووئيل: زه مسيح (يعنې حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ) يم۔ راهب هغه له جواب ورکړو: که چرې تاسو مسيح (عَلَیْهِ السَّلَام ) ئې نو آيا تاسو مونږ ته په عبادت کښې د کوشش کولو حکم نه دے کړے؟ او آيا تاسو زمونږ سره د قيامت لوظ نه دے کړے؟ نن که چرې تاسو مونږ ته يو بَل څيز راوړے دے نو مونږه ستاسو خبره څنګه اومنو؟ نو آخِر شيطان هم پخپله اووئيل: زه شيطان يم او ستا د بې لارې کولو د پاره راغلے ووم خو اومې نه کړل۔ د دې نه پس شيطان راهِب ته اووئيل: ته چې د کوم څيز په باره کښې اوغواړې زما نه پوښتنه کولے شې۔ نو راهِب اووئيل: زه ستا نه هيڅ پوښتنه کول نه غواړم۔ کله چې شيطان مخ واړولو او روان شو نو