Behtar Kon

Book Name:Behtar Kon

جواب هم خامخا ورکوئ او ياد ساتئ! د سلام جواب فوراً او په دومره آواز کښې ورکول واجب دي چې سلام کولو والا ئې واوري۔

د سلام د نورو سُنَّتو او  آدابو نه د ځان خبرولو د پاره د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کتاب 550 سُنَّت اور آداب اولولئ!

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

(2): بهترين کَس هغه دے کوم چې قرآن زده کړي
او نورو ته ئې اوښائي

سرکارِ مدينه، سلطانِ باقرينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: خَیْرُکُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْاٰنَ وَ عَلَّمَہٗ يعنې په تاسو کښې بهترين کَس هغه دے څوک چې پخپله قرآن زده کړي او نورو ته ئې اوښائي۔ ([1])

      سُبْحٰنَ اللہ! دا دے بهترين انسان کوم چې قرآن زده کوي هم، نورو ته ئې هم ښائي۔ اوس دې په مونږ کښې هر يو کَس غور اوکړي * آيا ما قرآنِ کريم د صحيح تجويد سره، د صحيح مخارج سره، په عربئ لهجه کښې لوستل زده کړي دي؟ * په قرآنِ کريم کښې الله پاک مونږ ته څه حکمونه کړي دي؟ * د کومو کارونو نه ئې د بچ کيدو حکم کړے دے؟ * آيا ما دا هر څه زده کړي دي؟ * که چرې زده کړې مې دي يا د زده کولو په کوشش کښې يم نو آيا دا زده کړي، نورو ته هم ښائم؟ که چرې ضمير په


 

 



[1]... بخاری، کتاب فضائل القرآن، باب خیرکم من تعلم القرآن وعلمہ، صفحہ:1299، حدیث:5027۔