Behtar Kon

Book Name:Behtar Kon

د حج او عمرې موبائل ايپلي کيشن پيژندګلو

اے عاشقانِ رَسُول! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجئ (Latest Technology) په ذريعه هم د عِلمِ دين عام کولو کوشش کوي۔ دې لړ کښې د دعوتِ اسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا مختلف موبائل ايپلي کيشنز جاري کړے شوي دي، په دې کښې يو ايپلي کيشن : hajj & umrah (حج او عمره) هم دے۔

د دې ايپلي کيشن په مرسته تاسو د حج او عمرې د لنډې طريقې * د حج او عمرې د ضروري مسئلو وغيره نه ځان خبرولے شئ * د دې نه علاوه په دې موبائل ايپلي کيشن کښې د حج او عمرې دعاګانې * د حرمين شريفين مُقَدَّسو ځيونو معلومات وغيره هم شامل دي * د دې موبائل ايپلي کيشن يو ډير اهم خاصيت دا دے چې په دې کښې د تهري ډِي ويډيوز (3D Videos) په ذريعه د حج او عمرې عملي طريقه هم ښودلے شوې ده۔ دا موبائل ايپلي کيشن په خپل موبائل کښې انسټال کړئ، د دې نه پخپله هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو