Behtar Kon

Book Name:Behtar Kon

کوونکي د پاره د سورت د ختميدو پورې فرښتې اِستِغفَار کوي دې د پاره چې کله په تاسو کښې څوک سورت لولي نو د ده دوه آيتونه دې پريږدي او د ورځې په آخرئ حصه کښې دې هغه ختموي د پاره د دې چې د ورځې د شروع نه تر آخره پورې د لوستونکي [بَل ته د] ښودونکي د پاره فرښتي اِستِغفَار اوکړي۔ ([1])

په خلقو کښې د ټولو نه ښه څوک دے؟

د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل په منبرِ اقدس باندې تشريف فرما وو يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! په خلقو کښې د ټولو نه ښه څوک دے؟ اوئې فرمائيل: په خلقو کښې هغه کَس د ټولو نه ښه دے څوک چې د قرآنِ کريم ډير زيات تلاوت کوي۔ ([2])

دا خوشبويانې څنګه دي؟

حضرت امام ابنِ ابي الدُّنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت مُغِيره بن حَبيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت کړل چې د يو قبر نه به خوشبويانې راتللې۔ چا د قبر  دغه صاحب په خوب کښې اوليدو او د هغه نه ئې پوښتنه اوکړه: دا خوشبويانې څنګه دي؟ جواب ئې ورکړو: د قرآن د تلاوت او د روژې۔ ([3])

(3): په تاسو ټولو کښې بهتر هغه دي کوم چې پاک زړه
رښتونې ژبې والا دي

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په خلقو کښې بهترين هغه دي کوم


 

 



[1]... دارمی، کتاب فضائل القرآن، باب فضل من قرا القرآن، صفحہ:1013 ، حدیث:3319 ۔

[2]... مسندِ امام احمد، جلد:11 ، صفحہ:290 ، حدیث:28196۔

[3]... موسوعۃ الامام  ابن ابی الدنیا، جلد:1 ، صفحہ:305  ملتقطاً ۔