Book Name:Behtar Kon
خير طمع ساتلے شي او خلق د هغه د بدو نه محفوظ وي، کله چې ايمان کمزورے وي نو خير کميږي او بدي غالبه شي۔ ([1])
د چا د شر نه چې خلق بچ پاتې شي هغه به جنّت ته ځي
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چا چې پاک خوراک اوخوړو او د سنت مطابق ئې عمل اوکړو او خلق د هغه د شر نه بچ پاتې شو هغه به جنت ته ځي۔ يو کَس عرض اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! نن ستاسو په اُمَّت کښې داسې خلق ډير دي۔ نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ډير زر به زما نه يو څو سوه کاله پس هم وي۔ ([2])
د حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه روايت دے چې د مدينې سرکار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: هغه کَس به فلاح نه بيامومي د چا عزّت چې خلق صرف د هغه د شر د ويرې نه کوي۔ ([3])
د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے:
خِیَارُ اُمَّتِی فِیمَا اَنْبَأَنِی الْمَلَاُ الْاَعْلٰی لَقَوْمٌ یَضْحَکُونَ جَہْرًا فِی سَعَۃِ رَحْمَۃِ رَبِّہِمْ وَیَبْکُونَ سِرًّا مِنْ خَوْفِ شِدَّۃِ عَذَابِ رَبِّہِمْ وَیَذْکُرُونَ رَ بَّہُمْ بِالْغَدَاۃ وَالْعَشِیِّ
يعنې فرښتو چې ما ته څه اووئيل د هغې مطابق زما په اُمَّت کښې بهترين خلق هغه دي