Behtar Kon

Book Name:Behtar Kon

د سلام د جواب مدني ګلونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په نورو باندې د ډوډئ خوړلو په شان د سلام جواب ورکول هم د بهترين انسان نخښه ده۔ افسوس! نن سبا په دې معامله کښې د ډيرې سستئ او بے پرواهئ نه کار اخستے کيږي، اول خو اوس سلام کله کوي؟ * هيلو(Hello) * هائے (Hi) * ګډ مارننګ (Good Morning) وغيره وائي، حالانکه دا اسلامي سلام نه دے، اسلامي سلام اَلسَّلامُ  عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللہ وَبَرَکاتُہ وئيل دي۔ کله چې هم د چا سره ملاقات کوئ نو اَلسَّلامُ  عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللہ وَبَرَکاتُہ وائيئ، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! ثواب به مو کيږي۔

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اسلامي سلام اوښودلو

صحابئ رسول حضرت ابو راشِد عبد الرحمان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زه ماشوم ووم، يو ځل د آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې حاضر شوم نو ما اووئيل اَنْعِمْ صَبَاحاً (دا عربي ده، د دې به په انګلش کښې ترجمه جوړيږي: Good Morning) يعنې سحر مو پخير۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دا د مسلمانانو سلام نه دے، کله چې تۀ د چا خوا له ځې نو وايه: اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللہ ۔([1])

د سلام جواب ورکول واجب دي

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا دے اسلامي سلام۔۔۔!! کله چې هم د چا سره ملاقات کيږي نو داسې سلام کول پکار دي او کله چې څوک سلام اوکړي نو هغه له


 

 



[1]... الکنیٰ و الاسما ء، جلد:1 ، صفحہ:56، حدیث:217 ملتقطًا۔