Book Name:Behtar Kon
هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: اَلدُّعَاءُ سِلَاحُ الْمُؤْمِنِ دعا د مؤمِن وَسله ده۔ ([2])
اے عاشقانِ رَسُول! دعا کول د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي * زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ډيرې دعاګانې کولې * بعضې مُحَدِّثينو د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو دعاګانو په باره کښې پوره پوره کتابونه هم ليکلي دي، مثلاً د ډوډئ خوړلو دعا، د اوبو څکلو دعا، د اوده کيدو دعا، د خوب نه د راپاڅيدو سره د لوستلو دعا، د پئيو [شودو] څکلو دعا، د جامو اغوستو دعا۔ غرض زمونږه خوږ آقا، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د امروزه کارونو نه مخکښې هم دعاګانې لوستلې * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا دعا ډيره زياته کوله: ([3])
رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِی الدُّنۡیَا حَسَنَۃً وَّ فِی الۡاٰخِرَۃِ حَسَنَۃً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ (۲۰۱)
(پارہ:2، سورۂ بقرہ:201)
ترجمۀ کنزُ الايمان: اے رَبَّه زمونږه! مونږ له په دنيا کښې هم خير راکړې او مونږ له په آخِرت کښې هم خير راکړې۔