Book Name:Behtar Kon
صفونه يو بَل ته نزدې ساتئ داسې چې د 2 صفونو په مينځ کښې بَل صف جوړ نه شي يعنې صرف د سجدې فاصله ساتئ، په جنازه کښې سجده نشته ځکه هلته په صفونو کښې د دې نه هم کمه فاصله پکار ده۔
مفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حديثِ پاک په دې حصه کښې شيطان د صفونو په فاصله کښې د چيلئ د بچې په شان ننوتونکے وينم د لاندې فرمائي: خِنزَب شيطان کوم چې په لمونځ کښې وسوسه اچوي هغه د صف په فاصله کښې د چيلئ د بچې په شکل کښې ننوځي او لمونځ کوونکو ته [په زړونو کښې] وسوسې اچوي۔ د دې نه 3 مسئلې معلومې شوې: يوه دا چې شيطان مختلف شکلونه اختيارولے شي، اوګورئ د دې شيطان خپل شکل خو بدل دے خو هغه وخت د چيلئ شکل جوړ کړي۔ دويم دا چې الله پاک حضورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له هغه طاقت ورکړے دے چې د کائنات خالق ته د متوجه کيدو سره هم په مخلوق باندې نظر ساتي۔ دريم دا چې د شيطان په شان غيبي مخلوق د هغوئي نه پټ نه دے نو انسانان د هغوئي نه څنګه پټيدے شي! ([1])
(6): بهتر هغوئي دي کومو له چې زر غصه نه ورځي او زر ئې سړيږي
د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے:
اَلَا وَ اِنَّ مِنْہُمْ اَلْبَطِیئَ الْغَضَبِ سَرِیْعَ الْفَیْئِ، وَ مِنْہُمْ سَرِیْعَ الْغَضَبِ سَرِیْعَ الْفَیْئِ، فَتِلْکَ بِتِلْکَ،اَلَا وَ اِنَّ مِنْہُمْ سَرِیْعَ الْغَضَبِ بَطِیْئَ الْفَیْئِ اَلَا وَ خَیْرُہُمْ بَطِیْئُ الْغَضَبِ سَرِیْعُ الْفَیْئِ اَلَا وَ شَرُّہُمْ سَرِیْعُ الْغَضَبِ بَطِیْئُ الْفَیْئِ