Behtar Kon

Book Name:Behtar Kon

اِلَّا  مَنۡ  اَتَی اللّٰہَ  بِقَلۡبٍ سَلِیۡمٍ (ؕ۸۹)  (پارہ:19 ، سورۂ شعراء:89)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: خو هغه کوم چې د الله په حُضُور کښې د سلامت زړه سره حاضر شو۔

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: * د حلالې ګټې سره په عبادتونو کښې مزه * په زړه کښې بيداري * په سترګو کښې نمي * او په دُعا کښې قبليدل پيدا کيږي۔ کوم بنده چې مقبولُ الدُّعا جوړيدل غواړي هغه دې اَکلِ حلال او صِدقِ مَقال يعنې حلال خوراک او رښتونې ژبه اوساتي، حلاله ګټه هغه کومه چې د حلالو ذريعو نه راشي۔ ([1])

    بهترين کَس هغه دے د چا چې اخلاق ښه دي

حضرت عبد الله بن عَمرو بن عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې د مدينې سرکار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به فرمائيل: اِنَّ مِنْ خِیَارِکُمْ اَحْسَنَکُمْ اَخْلَاقاً يعنې په تاسو کښې بهترين کَس هغه دے د چا چې اخلاق ښه دي۔ ([2])

د بهترينو اخلاقو والا څوک؟

د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي چې د دواړو جهانونو مالک او مختار، مکي مدني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل: آيا زه تا ته د دنيا او آخرت د ټولو نه د بهترينو اخلاقو والا په باره کښې اونه وايم؟ څوک چې ستا سره تعلق


 

 



[1]... مراٰۃ المناجیح، جلد:7 ، صفحہ:95۔

[2]... بخاری،  کتاب المنا قب، باب صفۃ النبی، صفحہ:907، حدیث:3559۔