Book Name:Behtar Kon
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: يعنې د چا نيت چې د قرض اخستو په وخت د ادا کولو نه وي، د مخکښې نه ئې د مال وهلو اراده وي، داسې انسان بے ضرورته هم قرض اخلي او په ناجائزه طور باندې هم۔ غرض دا چې دا حديث په ډيرو هدايتونو باندې مشتمل دے او د تجربې نه ثابته ده چې د نيک انسان قرض ادا کيږي که هغه ئې په ژوند کښې پخپله ادا کړي يا پس د مرګه ئې د هغه وارثان ادا کړي لکه څنګه چې حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حضور انور، د مدينې د تاجور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وفات نه پس د حضور قرض ادا کړو، زِره ئې راخلاصه کړه، که چرې دا هم نه وي نو د قيامت په ورځ به د قرضداري قرض په هغه قرض ورکوونکي باندې معاف کړي يا به ورله د قرضداري د قرض په بدله کښې د جنت نعمتونه ورکړي، بهر حال حديث واضحه دے۔ په دې باندې دا اعتراض نشته چې په حضور انور، د مدينې په تاجور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې قرض ولې پاتې شوے وو، رَبِّ کريم ولې ادا نه کړو ځکه چې د حضرت صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ادا کول هم د رَبِّ کريم د طرف نه وو۔ ([1])
د مدينې سلطان، رحمتِ عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د بني اسرائيل يو کَس د بَل يو کَس نه 1000 ديناره د قرض په طور اوغوښتل۔ هغه اووئيل: تۀ څوک ګواه راوله او راشه د پاره د دې چې هغه په دې قرض باندې ګواه جوړ شي۔ قرض غوښتونکي اووئيل د الله