Behtar Kon

Book Name:Behtar Kon

ګواه کيدل کافي دي۔ بَل کَس اووئيل: بيا تۀ څوک کفيل راوله او راشه، هغه جواب ورکړو: د الله پاک کفيل کيدل ډير دي۔ په دې باندې بَل کَس اووئيل تۀ رښتيا وائې، بيا هغه د يو ټاکلے شوي وخت په وعده باندې هغه له زر ديناره قرض ورکړو۔ قرض اخستونکي کَس د خپل کار لړ د درياب په سفر لاړے او خپل کار ئې پوره کړو۔ د دې نه پس هغه د کشتئ په لټولو لاس پورې کړو د پاره د دې چې د وعدې مطابق په وخت باندې قرض ادا کړے شي خو هيڅ کشتئ ورته ميلاؤ نه شوه۔ بيا هغه يو لرګے ډَډ کړو او د هغه دننه ئې زر ديناره او د قرض ورکوونکي په نوم يوه چِيټئ کيښوده او بيا ئې په څه څيز باندې د لرګي خُله بنده کړه۔ بيا هغه هٰغه لرګے راواخستو او درياب ته راغلے او دا دعا ئې اوکړه: اے الله پاکه! تا ته ښه پته ده چې ما د فلانکي کَس نه زر ديناره قرض اخستے وو۔ هغه زما نه د کفيل غوښتنه اوکړه نو ما اووئيل: چې د الله پاک کفيل کيدل کافي دي، هغه ستا په کفالت باندې رضا شو او هغه زما نه د ګواه راوستو غوښتنه اوکړه نو ما اووئيل: د الله پاک ګواه کيدل کافي دي نو هغه ستا په ګواهئ باندې رضا شو۔ ما د کشتئ لټولو پوره کوشش اوکړو د پاره د دې چې هغه ته خپل رقم اوليږم خو ما په دې قدرت اونه لرلو او اوس زه د پيسو والا دا لرګے ستا په اَمان کښې درکووم۔ بيا هغه کَس هغه لرګے درياب ته اوغورځولو۔ هغه کَس د هغه ځائے نه واپس راغلے او په دې موده کښې ئې د کشتئ لټون شروع کړو د پاره د دې چې خپل ښار ته واپس لاړ شي۔ بَل خوا قرض ورکوونکے هم د درياب خوا له راغلے چې کيدے شي څه کشتئ په نظر راشي کومه چې د ده مال راوړي۔ په دې کښې ده د درياب په غاړه باندې هغه لرګے اوليدو په کوم کښې چې زر ديناره موجود وو۔ هغه د خَشاک په طور د استعمالولو د پاره لرګے اوچت کړو، چې کله ئې هغه وَچولو نو په ده کښې زر ديناره او د پيغام والا چيټئ ميلاؤ شوه۔ څو ورځې پس قرضدارے کَس راغلے او زره ديناره ئې راوړل او اوئې وئيل: