Behtar Kon

Book Name:Behtar Kon

چې د الله پاک په لور رابلي او خلق د الله پاک محبوب جوړ کړي۔ ([1])

(5): په تاسو کښې بهتر هغه دے کوم چې په لمونځ
کښې نرمې اوګې والا وي

د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: خِیَارُکُمْ اَ لْیَنُکُمْ مَنَاکِبَ فِی الصَّلاَۃِ يعنې په تاسو کښې بهتر هغه دے کوم چې په لمونځ کښې نرمې اوګې والا وي۔ ([2])

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديث لاندې فرمائي: که چرې يو کَس د ضرورت په طور يو لمونځ کوونکے وړاندې وروستو کوي نو بغير د څه لم ليټ نه دې ور اخوا شي يا که چرې څوک هغه په لمونځ کښې نيغوي نو نيغ شي او که چرې څوک د صف د فاصلې بندولو د پاره په مينځ کښې راځي او اودريدل غواړي نو دا ئې اودريدو ته پريږدي، بعضې شارِحينو اوفرمائيل چې د اوګې د نرمولو نه عاجزي او انکساري مُراد ده خو مخکښينئ معني قوي ده۔ ([3])

خپل صفونه نيغ ساتئ

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: خپل صفونه نيغ کړئ چې صفونه نيغول د لمونځ قائمولو نه دي۔ ([4])


 

 



[1]...جامع صغیر ، صفحہ:243 ، حدیث:3979۔

[2]... ابو داؤد ، کتاب الصلاۃ ، باب تسویۃ الصفوف ، صفحہ:118 ، حدیث:672۔

[3]... مراٰۃ المناجیح، جلد:2 ، صفحہ:187۔

[4]... بخاری، کتاب الاذان، باب اثم من لم یتم الصفوف، صفحہ:239 ، حدیث:723۔