ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

حضرت لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوپوښتل: ته څوک ئې؟ مخامخ ولې نه راځې؟ آواز راغلے: زه جبريل يم، زه صِرف نبيانو او فرښتو ته ښکارم۔ اوئې وئيل: که چرې ته جبريل ئې، بيا خو به تاسو زمونږ د حال نه خبر ئې؟ حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام اوفرمائيل: الله پاک زه په يو ښار د عذاب نازلولو د پاره ليږلے ووم، کله چې زه هلته اورسيدم نو ماته معلومه شوه چې تاسو دواړه هم د هغه ښار طرفته روان ئې، نو ما الله پاک ته سوال اوکړو: اے الله پاکه! دا دواړه دغه ښار ته د ننوتو نه منع کړې، زما دعا قبوله شوه او ستاسو ځوي په تکليف کښې مبتلا شو، که چرې داسې نه وو شوي او تاسو هغه ښار ته داخل شوي وے نو تاسو به هم د ښار والوو سره په عذاب کښې ګير شوي وے۔([1])        

الله! الله! اے عاشقانِ رَسُول! معلومه شوه، زمونږ سره چې څه هم کيږي، ښه کيږي، الله پاک چې مونږ په کوم حال کښې هم ساتي، هغه حال زمونږ په حق کښې بهتر دے۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ د الله پاک په رضا، رضا شو، چرته هم په زړه کښې خيرے نه راولو، نه په خُله ګِلې کوو۔

الله پاک ټولو له کمال ورکړے دے

حضرت موسٰی او حضرت هارون عَلَیْهِا السَّلَام چې د فِرعَون خوا له، د دې نيکئ د دعوت


 

 



[1]...الرضا عن الله بقضائہ  لابن ابی الدنیا، حکایات عن الراضین، صفحہ:62-63۔