ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

اَللّٰھُمَّ اِنِّيْ اَسْأَلُکَ الْعَفْوَ وَالْعَافِیَۃَ فِي الدُّنْیَا وَالآخِرَۃِ (اے الله! زه ستا نه په دنيا او آخرت کښې د معافئ او هرې بدئ نه د عافيت سوال کووم)۔

د ځوي په وَفَات په مُسکا شو۔۔۔!

حضرت فُضَيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي ولئ کامِل دے، خلقو هغوئي چرته هم په مُسکا نه وو ليدلي، د الله پاک نه ويره، د قبر او آخرت، حساب کتاب، پُلِ صراط او د دوزخ په عذابونو وغيره کښې به ئې غور او فِکر کولو۔

د حضرت فُضَيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځوي دے:

حضرت علي بن فُضَيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔ هغوئي هم ډير نيک، متقي، پرهيزګاره، د الله نه ويريدونکے او د مور پلار ډير فرمانبرداره وو، د حضرت فُضَيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره کښې نقل دي چې هغوئي به سورۀ زِلزَال پوره نشو لوستلے، په سورۀ زَلزَال کښې د قيامت د ويرې د ماحول بيان دے، ځکه چې کله به هغوئي سورۀ زِلزَال لوستلو يا اوريدلو نو د الله پاک د ويرې نه به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راپريوتل۔ دومره د الله پاک نه د ويرې والا وو۔

حضرت علي بن فُضَيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لا اوس ځلمے وو چې د هغوئي انتقال اوشو،  هر صاحبِ اولاد په دې پوهيږي چې د ځلمي ځوي مرګ څومره دردناک وي خو قربان شم! حضرت فُضَيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته چې کله دا خبر ورکړے شو چې