ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

د قبرونو نه د اَلوَتو سره جنّت ته تلونکي

په يو حديث شريف کښې دي: کله چې د قيامت ورځ شي نو الله پاک به زما د اُمَّت يوې ډلې ته وَزَرې ورکړي، په کومو چې به هغوئي د خپلو قبرونو نه والوځي او جنّت ته به لاړ شي او هلته ئې چې څنګه خوښه وي مزې به کوي۔ فرښتې به د هغوئي نه پوښتنه کوي: آيا ستاسو سره حساب شوے دے؟ هغوئي به وائي: زمونږ سره حساب نه دے شوے۔ فرښتې به ترې بيا پوښتنه کوي: آيا تاسو په پُلِ صراط تير شوي ئې؟ هغوئي به جواب ورکوي: مونږ پُلِ صراط نه دے ليدلے۔ بيا به فرښتې پوښتنه کوي: آيا تاسو دوزخ اوليدو؟ هغوئي به وائي: مونږ يو څيز هم نه دے ليدلے۔ بيا به فرښتې وائي: تاسو د چا اُمتيان ئې؟ هغوئي خوش قسمته جنتيان به وائي: مونږ د امامُ الانبيا، حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيان يو۔ فرښتې به وائي: مونږ تاسو له د الله پاک قسم درکوو، اووائيئ په دنيا کښې ستاسو څه عملونه وو؟ هغوئي به جواب ورکړي: زمونږ دوه عادتونه وو، د کومو په وجه چې د الله پاک په فضل او کرم مونږ دې مرتبې ته راورسيدو، (1): مونږ چې به يواځې وو نو په هغې کښې به مو هم د الله پاک د نافرمانئ نه حيا کوله او (2): مونږ به د الله پاک په لږ رِزق هم رضا وو۔ ([1])

تاج وتخت وحکومت مت دے       کثرتِ مال و دولت مت دے

اپنی رِضا کا دیدے مُژدہ            یااللہ مری  جھولی  بھر  دے([2])


 

 



[1]...قوت القلوب، شرح مقام التوکل ووصف احوال المتوکلین، جلد:2، صفحہ:65۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:123۔