Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
دې اعتراض کول خو غټه خبره ده، هغه له پکار دي چې) دا هم نه وائي چې يا الله پاکه! دا په ګَس لاس کيږده۔ ([1])
په يو حديثِ قُدسي کښې دي، الله پاک فرمائي: صرف زه يم، زما نه سيوا څوک هم د عبادت لائق نشته، بس څوک چې زما په (ورکړے شوي) مصيبت صبر اونکړي، زما د نعمتونو شکر ادا نکړي او زما په تقدير رضا نه وي، هغه له پکار دي چې زما نه علاوه بل رَبّ اوګوري۔ ([2])
اَلْاَمان والحفیظ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوګورئ! څومره درديدونکے کلام دے، کوم بنده چې د الله پاک په تقدير، د هغه په فيصلو نه رضا کيږي، دا داسې ده لکه چې هغه ذليله کولے شي، هغه ته وئيلے شي چې هغه د بنده وئيلو حق نه لري۔ اَصل کښې بنده خو هغه دے کوم چې د رَبِّ کريم په فيصلو رضا وي۔
کس کے در پر میں جاؤں گا مولیٰ گر تُو ناراض ہو گیا یَاربّ([3])
بنده توب (بنده کيدل) څه ته وائي؟
مخکښې دور کښې به غُلامان باقاعده طور بازارونو کښې خرڅيدل، يو ځل حضرت ابراهيم بن اَدهَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د يو غلام حاجت پيښ شو، هغوئي بازار ته تشريف