ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

به د ګناهونو تور والے لرې شي، زړه به صفا شي او ده ته به د ايمان نورانيت محسوسيدل شروع شي۔ ([1]) 

شيخِ مُحَقِّق، علَّامه عبد الحق محدِّثِ دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې کوم بنده په دې دريو خبرو (د الله پاک په رَبّ منلو، د اسلام په دين منلو او د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نبي منلو) د زړه د کومي نه رضا نشي، هغه د ايمان مزه نه څَکي، د هغه سره په ظاهره ايمان خو شته خو د ايمان رُوح هغه ته نه حاصليږي۔ ([2]) 

ہر دم ابلیس پیچھے لگا ہے           حفظِ ایمان کی التِجا ہے

ہو کرم اَمنِ روزِ جزا کی            میرے مولیٰ تو خیرات دیدے([3])

د رضا د دريو درجو وضاحت

اے عاشقانِ رسول! الله پاک زما رَبّ دے په دې د رضا کيدو څه معنیٰ دہ؟ په دې باره کښې علمائے کرامو د رضا درې درجې بيان کړې دي:

د رضا وړومبئ درجه

علَّامه قُرطبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: الله زما رَبّ دے په دې د رضا کيدو يوه معنیٰ دا دہ چې بنده د الله پاک نه سيوا بل هيڅوک خپل رَبّ نه مني، مثلاً کانړي، ونې، سپوږمئ،


 

 



[1]...لمعات التنقيح فی شرح مشكاة المصابيح، كتاب الايمان، جلد:1، صفحہ:78-79، تحت الحدیث:9خلاصۃً۔

[2]...لمعات التنقيح فی شرح مشكاة المصابيح، كتاب الايمان، جلد:1، صفحہ:78، تحت الحدیث:9۔

[3]... وسائل بخشش، صفحہ:124-125۔