ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

د لمونځونو د وختونو د ايپ پيژندګلو

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د لمونځونو وختونه په نوم جاري کړے دے * د دې ايپلي کيشن په ذريعه په ټوله دنيا کښې په هر ځائے کښې د لمونځونو وختونه او د قبلې اړخ معلوميدے شي * د دې نه علاوه د پينځوؤ واړو لمونځونو د وختونو د مياشتې ټائم ټيبل * ذِکرونه (روحاني علاج) * مدني چينل ريډيو * د لمانځه په وختونو کښې د موبائل سائلنټ (خاموشه) کولو سهولت او اسلامي کلينډر موجود دے۔ په خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔   

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                     صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!        جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا


 

 



[1]...مشکوٰۃ،کتابُ:الْاِیمان،بابُ:الْاِعْتِصَام، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔