Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
خوا کښې ناست يو کَس عرض اوکړو: بنده چې د الله پاک نه رضا شي د دې څه معنیٰ دہ؟ اوئې فرمائيل: چې د مصيبت په وخت کښې هم ستا هغه همره خوشحالي وي څومره چې د نعمت ميلاويدو په وخت وي، بيا به وئيلے شي چې ته د الله پاک نه رضا ئې۔ ([1])
تاج وتخت وحکومت مت دے کثرتِ مال و دولت مت دے
اپنی رِضا کا دیدے مُژدہ یااللہ مِری جھولی بھر دے([2])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، هغوئي فرمائي: يو ځل د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما لاس اونيولو او اوئې فرمائيل: یَا اَبَا سَعِیْدٍ ثَلَاثَۃ مَنْ قَالَہُنَّ دَخَلَ الْجَنَّۃَ يعني اے ابو سعيده! د دريو څيزونو چې څوک اقرار اوکړي، هغه به جنّت ته ځي۔ حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هغه درې څيزونه کوم کوم دي؟ اوئې فرمائيل: مَنْ رَضِیَ بِاللہِ رَبًا وَ بِالْاِسْلَامِ دِیْناً وَ بِمُحَمَّدٍ رَسُوْلًا ،(1): يعني څوک چې د الله