Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
پاک په رَبّ منلو، (2): د اسلام په دين منلو او (3): او د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په رسول منلو رضا شو۔([1])
په يو حديث شريف کښې د وَجَبَتْ لَہٗ الْجَنَّۃُ الفاظ دي، يعني کوم بنده چې د الله پاک په رَبّ منلو، د اسلام په دين منلو او د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) په رسول منلو رضا شو، د هغه د پاره جنّت واجب کيږي۔([2])
تاج و تخت و حکومت مت دے کثرتِ مال و دولت مت دے
اپنی رِضا کا دیدے مژدہ یااللہ! مری جھولی بھر دے([3])
د خوږ نبي مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ تره، حضرت عباس بن عبد المطلب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ذَاقَ طَعْمَ الْاِیْمَانِ مَنْ رَضِیَ بِاللہِ رَبًّا وَ بِالْاِسْلَامِ دِیْنًا وَبِمُحَمَّدٍ نَبِیًّا څوک چې د الله پاک په رَبّ منلو، د اسلام په دين منلو او د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نبي منلو رضا شو، هغه د ايمان خوږوالے بياموندلو۔([4])
علمائے کرام فرمائي: لکه څنګه چې زمونږ په ژبه کښې د څَکلو او ذائقې (خوند)