Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
کم خوراک سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے
د رسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1): کله چې بنده کم خوراک کوي، د هغه باطن د نور نه ډک شي۔ ([1]) (2): څوک چې په دُنيا کښې کم خوراک کوي، کمې اوبه څکي، الله پاک د فرښتو په مخکښې په هغوئي فخر کوي۔([2])
اے عاشقانِ رسول! کم خوراک سُنَّت دے۔ * زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې نه کم خوراک کولو، * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې تر څو پورې په دنيا کښې تشريف فرما وو، چرې ئې هم پرله پسې 2 شپې په مړه ګيټه اونه خوړله * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې په وجه په ګيټه مبارکه پسې کانړي تړل۔
د خوراک د مِقدار په باره کښې اَحکام: * د لوږې ساتلو سره خوراک کول سُنَّت دي * چې څومره لوږه وي، هغه همره خوړل مُبَاح دي (يعني په هغې کښې نه ګناه، نه ثواب دے) * دومره په مَړه ګيډه خوړل چې د ګيټې خرابيدو ګمان وي، حرام دي * دومره په مړه ګيډه خوړل چې د ګيډې خرابيدو انديښنه نه وي، مکروه دي * په خوراک کښې دومره کمے راوستل چې په فرائضو ادا کولو کښې خنډ شي، ناجائزه دي۔ ([3])