Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
اے عاشقانِ رَسُول! چې الله پاک هر يو کَس له کمال ورکړے دے، د رَبِّ کريم د بارګاه نه چې چاته څه هم ميلاويږي، هم 100 فيصده ميلاويږي، هر يو کَس چې په کوم حال کښې دے، هغه حال د هغه په حق کښې بهتر دے نو اووائيئ! د ګِلو او شکايتونو ګنجائش څه پاتې کيږي، ګِله خو هله کيږي، کله چې زمونږ سره انصاف نه کيږي، ناانصافي خو راسره هډو شوې نه ده، هر يو ته کمال ورکړے شوے دے، چې هر يو د هغه د قابليت او صلاحيت مطابق په ښه حالت کښې ساتلے شوے دے نو زمونږ حق جوړيږي چې مونږ په هغې رضا شو، د دې باوجود که هم څوک د الله پاک په رضا، رضا نه دي، ګِلې کوي، هغه خو لکه چې دا غواړي چې سترګې واوري او غوږونه اوويني، دا خو واضحه جهالت دے، غوږونه د ليدو د پاره نه د اوريدو د پاره دي، سترګې د اوريدو د پاره نه بلکه د ليدو د پاره دي، ځکه چې الله پاک څوک په کوم ځائے اوساتل، په کوم حال کښې ئې اوساتل، هغه له پکار دي چې په هغې رضا شي، کله هم په خُله ګِلې او شکايت نه کوي۔
د (هغه) په رضا د رضا کيدونکو د پاره زيرے
د اللہ پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: طُوۡبٰی لِمَنۡ ھُدِیَ لِلۡاِسۡلَامِ وَکَانَ رِزۡقُہٗ کَفَافًا وَرَضِیَ بِہٖ يعني زيرے دے د هغه چا د پاره چاته چې د اسلام هدايت ورکړے شو، قدرِ کفايت رِزق ورکړے شو او هغه په هغې رضا دے۔([1])