Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
الله اکبر! اے عاشقانِ رَسُول! اندازه اولګوئ! د قيامت 50 زره کاله اوږده ورځ، د قبرونو نه به پاڅو او د حشر ميدان ته به ځو، آه! هغه د تانبې سره شوې زمکه، په پاؤ باندې يو ميل فاصله باندې اور وروونکے لمر، سخته ګرمي، بيا اَعمال نامه په لاسو کښې ورکول، د حساب کتاب معامله، بيا په پُلِ صراط د تيريدو مرحله، پُلِ صراط هم څنګه؟ د ويښته نه نرے، د تورې نه تيره، 1500 کاله اوږه لاره، دلته به خلق په داسې خطرناک حالت کښې وي او هلته به د الله پاک په رضا، رضا کيدونکي، ځانله کيدو کښې هم د ربِّ کريم د نافرمانئ نه بچ کيدونکي به د قبرونو نه د اَلوَتلو سره جنّت ته رسي، نه به د حشر د ميدان ګرمي ويني، نه حساب کتاب، نه پُلِ صراط۔۔۔۔!! سُبْحٰنَ اللہ! اندازه اولګوئ! دوئي به څومره خوش قسمته وي۔ کاش! مونږ هم داسې شو، کاش! مونږ هم د الله پاک په رضا، رضا کيدونکي، ځانله او د خلقو په مخکښې د ګناهونو نه بچ کيدونکي، د خپل رَبِّ کريم فرمانبرداره بنده ګان جوړ شو۔
امامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاک د طرف نه به چې بنده ته په آخرت کښې کوم انعامونه عطا کولے شي، په هغې کښې د ټولو نه لوئي او د ډيرې اعلیٰ درجې انعام دا دے چې الله پاک د بنده نه رضا شي۔)[1]( الله پاک په قرآنِ مجيد کښې فرمائي: