Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
مونږ کله هغه عمل اوکړو نو الله پاک زمونږ د ټولو نه رضا شي۔ حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام د رَبِّ کريم په بارګاه کښې د بني اسرائيلو مُدَّعا وړاندې کړه، په دې الله پاک اوفرمائيل: اے موسٰی! بني اسرائيلو ته اوفرمايا! هغوئي دې زما نه رضا شي، زه به د هغوئي نه رضا شم۔ ([1])
د شيخ ابو علي دَقاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو شاګرد به فرمائيل: ماته دا پته لګي چې الله پاک زما نه رضا دے او که نه؟ پوښتنه اوکړے شوه: هغه څنګه؟ اوئې فرمائيل: کله چې زه د رَبّ نه رضا شم نو هغه هم زما نه رضا وي۔ ([2])
سيلاب اودريدو۔۔۔!!
وئيلے شي: په يو کلي کښې يو نيک بزرګ اوسيدو، ټولو خلقو به د هغه ډير عزّت کولو، په هغه به ئې دعاګانې کولې، د هغه کلي په خوا يو درياب تيريدو، يو ځل داسې اوشو چې د درياب بَند مات شو، اوبه د کلي په لور روانې شوې، خلق پريشانه شو او په منډه منډه د نيک بزرګ په خِدمت کښې حاضر شول، د دعا د پاره ئې عرض اوکړو، هغه نيک بزرګ اوفرمائيل: لاړ شئ! ټول خلق بيلچې او نور سامان راوړئ! ټول خلق زر زر لاړل او بيلچې وغيره ئې راوړلې او حاضر شول، نيک بزرګ پخپله هم يوه بيلچه راواخسته او ټول ئې د ځان سره کړل او د درياب خوا ته لاړل، خلقو دا ګنړل چې