Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
چرې ما هغوئي غريبانان پيدا کړے وے نو د هغوئي حال به خراب شوے وے۔ ([1])
خُدا! تجھ سے تیری وِلا مانگتا ہوں میں عشقِ شہِ اَنْبِیا مانگتا ہوں
اِلہٰی! نہیں مانگتا مال و دولت فَقَط تجھ سے تیری رِضا مانگتا ہوں([2])
د الله پاک نبي حضرت عيسٰی عَلَیْهِ السَّلَام يو ځل د نهر په خوا تيريدلو، هغوئي اوکتل چې ماشومان په نهر کښې لامبي، د هغوئي سره يو ړوند ماشوم هم وو چا له چې به هغوئي په اوبو کښې غوپه ورکړه او اخوا ديخوا به ترې اوتختيدل او هغه به هغوئي لټول خو کاميابيدو به نه۔ د حضرت عيسٰی عَلَیْهِ السَّلَام د هغه په حال رحم راغلے، هغوئي د الله پاک په بارګاه کښې دُعا اوکړه: يا الله پاکه! ده له هم د سترګو نظر ورکړې۔ الله پاک د هغوئي دعا قبوله کړه او هغه ماشوم له ئې د سترګو نظر ورکړو چې کله هغه سترګې برسيره کړې او ماشومان ئې اوليدل نو يو ماشوم ئې ګير کړو او په اوبو کښې ئې ورله دومره غوپې ورکړې چې هغه مَړ شو، بيا ئې بل ماشوم را اونيولو او په اوبو کښې ئې دومره غوپې ورکړې چې هغه ئې هم ووژلو، د دې منظر ليدو سره حضرت عيسٰی عَلَیْهِ السَّلَام ډير خفه شو او هغوئي دعا اوکړله: يا الله پاکه! دا خو ړوند ښه وو۔ نو د هغه د سترګو نظر بيرته بوتلے شو۔([3])