Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
اے عاشقانِ رَسُول! مونږ بنده ګان يو او بنده ته دا حق نه دے حاصل چې هغه د خپل کريم رَبّ په فيصله اعتراض اوکړي، الله پاک زمونږه رَبّ دے، هغه مونږه پيدا کړو، هغه مونږ له ژوند راکړو، هغه مونږ له رِزق راکوي، هغه زمونږ د پاره زمکه فرش اوغوړوله، هغه زمونږ د پاره د اودي آسمان چهت جوړ کړو، هر قسمه نعمتونه مونږ له هغه راکوي، هغه زمونږ خالِق دے، هغه زمونږ مالک دے، مونږ خو بنده ګان يو او د بنده دا حق دے چې د خپل رَبّ په فيصله رضا شي۔ که اَصل کښې اوکتے شي نو اعتراض د الله پاک په فيصله نه بلکه زمونږ په هغه خواهشونو جوړيږي کوم چې د الله پاک د خوښې نه علاوه دي، مثلاً الله پاک زه غريب کړم، د دې باوجود زما په زړه کښې د مالداره کيدو خواهش دے نو پکار ده چې زه دې خپل خواهش ته بد اووائيم، آخر د بنده په زړه کښې داسې خواهش ولې راځي کوم چې د رَبّ د خوښې خلاف دے؟ اِمامِ قشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د تقدير نه چې څه ظاهر وي، د هغې مخې ته خپل اختيارات پريښودل، دې ته عُبُودِيَّت (يعني بندګي) وئيلے شي۔ ([1]) حضرت رُوَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که چرې د بنده په ښئ لاس ټول دوزخ کيښودے شي نو (په