Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai
يوړلو، يو غلام ئې واخستو او کور ته ئې راوستو، هغوئي د هغه غلام نه پوښتنه اوکړه: ستا څه نوم دے؟ غلام اووئيل: په کوم نوم چې مې تاسو رابلئ، هغه به زما نوم وي، هغوئي پوښتنه اوکړه چې ته د کوم خوراک خوړلو عادت لرې؟ غلام اووئيل: څه چې ته راکوې خورم به ئې، بيا ئې پوښتنه اوکړه: چې څه خواهش دې وي اووايه! غُلام اووئيل: څه چې ستاسو خواهش دے، هغه زما هم خواهش دے۔ زه خو غُلام يم او د غلام د دې څيزونو سره څه تعلق نه وي۔ په دې حضرت ابراهيم بن اَدهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سوچ کښې ډوب شو: کاش! چې زه هم د الله پاک داسې اطاعت ګزار وے نو څومره به ښه وه۔ ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! دې ته وائي، بنده (يعني غلام) کيدل، بنده هغه کَس وي د چا چې خپل څه خواهش نه وي، د چا چې خپله څه خوښه نه وي، بنده هميشه د خپل مالِک په خوښه روان وي، ځکه مونږ له هم پکار دي چې که غربت راشي، پريشاني راشي، مصيبت راشي، چې څه هم وي، مونږ د الله پاک په فيصله مطمئين يو، کله هم ګِلې شکايت په ژبه نه راولو۔
الله پاک چې په کوم حال کښې اوساتي، هغه بهتر دے
امام شَعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بنده د پاره د بندګئ شان دا دے چې بنده په هر حال