ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

ستاسو ځوي وفات شوے دے نو هغوئي اونه ژړل، ژړا اَنګوَلا ئې اونکړه بلکه د هغوئي په مخ خندا خوره شوه۔ خلق ډير حيران شول، اوئې پوښتل: عالي جاه! عجيبه معامله ده، عام طور تاسو مُسکا نه کوئ، نن ستاسو ځلمے ځوي وفات شوے دے، اوس د غمژن کيدو موقع ده، د اوښکو بهيدو موقع ده او تاسو مُسکا کوئ، حضرت فُضَيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير ښکلے جواب ورکړو، اوئې فرمائيل: د الله پاک رضا دغه وه، ځکه زه د هغه په رضا، رضا يم۔([1])

زندگی اور موت کی ہے یاالٰہی کشمکش      جاں چلے تیری رِضا پر بیکس و مجبور کی([2])

الله اکبر! دې ته وائي، د الله پاک په رَبّ منلو رضا کيدل، الله پاک زما رَبّ دے، هغه چې زما په باره کښې کومه فيصله هم اوکړي، زما قبوله ده، د زړه د کومې مې قبوله ده، ښه په خوشحالئ مې قبوله ده۔ آه! افسوس! زمونږ حال بالکل اُلټا دے، زمونږ خو که يو ګلاس مات شي نو مونږ د غصې نه تک سره شو، که ناڅاپه بجلي بنده شي نو ګوريدل شروع کړو، که ګاډے پنچر شي نو مونږ ئې نشو برداشت کولے، که يخني زياته شي، ګرمي زياته شي، معمولي شان تبه مو شي، صرف يوه ورځ مو د دُکان آمدن کم شي، تنخواه ليټ شي نو زمونږ په زړه کښې وسوسې راځي، په ژبه مو ګِلې راځي۔


 

 



[1]...تذکرۃ الاولیا، صفحہ:68خلاصۃً۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:96۔