ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

Book Name:ALLAH Pak Ki Raza Sab Say Bari Naimat Hai

آبادي نزدې ده خو دې سره ورته يوه سخته هم راپيښه شوه، يو نوک والا (تيره) هډوکے وو، هغه د هغوئي د ځوي په ښپه کښې لاړو او بل طرفته ترې اووتلو، وينه ترې روانه شوه، د څوو ورځو مُسافر، سخته ګرمي، اوبه هم نشته، خوراک هم نشته، په داسې حالت کښې چې وينه اووتله نو د حضرت لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شهزاده په زمکه راګُزار شو او بے هوشه شو، د ځوي دې حالت ليدلو سره د حضرت لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سترګو کښې اوښکې راغلې، هغوئي ډيره په ګرانه هغه هډوکے د هغوئي د ښپې نه راويستو، پټئ ئې پرې اولګوله، چې لږ ښه شو نو ځوي ئې په هوش کښې راغلو، اوس د هغوئي ځوي عرض اوکړو: بابا جانه! مونږ مُسافر يو، سخته ګرمي ده، اوبه هم ختمې شوې دي، په دې حالت کښې زه زخمي هم شوم، نه مونږ د وړاندې تلو لائق يو، نه بيرته تلے شو، زمونږ خو څوک پوښتنې والا هم نشته، اووائيئ! دا هر څه زما د پاره بهتر کيدے څنګ شي؟ حضرت لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: ځويه! دا کوم مصيبت چې مونږ ته رارسيدلے دے، کيدے شي چې د دې په ذريعه څه غټ مصيبت زمونږ نه لرې کړے شوے وي۔ اوس دا خبرې کيدې چې حضرت لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرې نه يو کَس د دوئي طرفته راتلونکے اوليدلو، هغوئي لږ مطمئين شو خو زر هغه د سترګو نه پناه شو، بيا هغوئي يو آواز واوريدلو: اَنْتَ لُقْمَان آيا ته لقمان ئې؟ اوئې وئيل: آؤ جي! زه لقمان يم۔ پوښتنه ئې اوکړه: حکيم لقمان؟ اوئې وئيل: خلق خو هم داسې وائي۔ پوښتنه کوونکي بيا اوپوښتل: ستا ځوي څه وئيلي دي؟